ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج پروسې له کاري کمېټو څخه لېدنه وکړه.

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۲/۲۲ - ۹:۲۵
دیدار از کمیته ها

۲۱ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۲۱ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

نن له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حج کاري کمېټو کارونو د ارزونې او حاجیانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې دطعام خانې، د مجتمع له جومات، د حاجيانو خونو، روغتيايي کلينيکونو او د حج کاري کمېټو له کارونو څخه ليدنه وکړه.

په دې لېدنه کې له ښاغلي ثاقب سره د دغه وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو هم ملتیا کوله، د حج رئيس د ارشاد،  حج او اوقافو محترم وزير ته د هرې کمېټي د کاري بهير او د حاجيانو لپاره د چمتو شويو اسانتياوو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي ثاقب د یادي مجتمع د ټولو څانګو له لیدنې وروسته مسؤلینو ته د چارو لا ښه والي او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې  وکړې.

د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري د حج په بهیر کې د پلانونو او کړنلارو په تحقیق کولو سره او حاجیانو ته د امکان تر حده د خدمتونو وړاندې کولو په موخه سږ کال د مرکزي زون د حاجیانو مجتمع ترڅنګ د کندهار، هرات او بلخ زونونه مجتمعات هم ترمیم او بیا رغول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS