د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم لپاره د وزارت د مرکزي ریاستونو د دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵۰۰۰)کیلوګرامه مایع ګازو د تهیه او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې په تأسی، په دې وسیله عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم لپاره د وزارت د مرکزي ریاستونو د دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره کیلوګرامه مایع ګازو د تهیه او تدارک پروژه د ببرک امیري سوداګریز شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (0101-19238) ده او پته یې د کابل ښار، خیرخانې د لب جر، دویم سړک، دانش کوڅه ده، د (۱٬۴۱۲٬۵۰۰) یو میلیون، څلور سوه او دولس زره او پنځه سوه افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه طی نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.
