په مکه مکرمه کې د مناسکو کمېټې د افغان حاجیانو د خدمت او همغږۍ په موخه له معلمینو سره غونډه ترسره کړه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۸
کمیته مناسک مقیم مکه مکرمه به منظور خدمت و هماهنگی با حجاج افغانی جلسه را با معلمین حجاج برگزار نمودند.

شنبه ۲۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۳ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

په مکه مکرمه کې د مناسکو کمېټې مسؤولینو  د حاجیانو له معلمینو سره غونډه ترسره کړه، په دې غونډه کې د حج په مبارکو ورځو کې د حاجیانو خدمت، مشاعرو ته د حاجیانو انتقال، د حج د مناسکو اداء کولو، د مسوؤلینو ترمینځ همغږي او د ارشادي موضوعاتو په تړاو بحث وشو.

د غونډې ګډونوالو د حاجیانو د ښه تنظیم، په خدماتو کې  همغږۍ او د معلمینو د رول د لا پیاوړتیا په اړه خپل نظریات او سپارښتنې شریکې کړې، ترڅو افغان حاجیان وکولای شي د حج مناسک په اسانه او منظمه توګه ترسره کړي.

همداراز، په غونډه کې ټینګار وشو چې د حج په مبارکو ورځو کې مشاعرو ته د حاجیانو منظم انتقال، په منیٰ او عرفات کې مناسب خواړو برابرول او د ټرانسپورټ چمتو کول هغه برخې دي چې معلمین او د بعثې ټول غړي پکې مهم رول لري له همدې امله معلمین باید د بعثې له مسؤولینو سره په همغږۍ کار وکړي  ترڅو افغان حاجیانو ته د حج مناسکو پر مهال غوره خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS