د افغان حاجیانو لومړی کاروان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۹:۳۹
اولین کاروان حجاج

۹ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۸ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)

له مدینې منورې څخه د حاجیانو لومړی کاروان نن له غرمې وروسته مکې معظمې ته ورسید او په (زاد الرحمه) عماره کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې  تود هرکلی وشو.

په ياده عماره کې د مکتب شؤون حجاج افغانستان او د (۲۱) مکتب د مسؤلینو لخوا د ډالیو او ګلانو په ورکولو سره د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

په مکه مکرمه کې د تسکین کمېټي رئیس مولوي قطب العالم ثاقب په دغه سپیڅلي ښار کې د حاجیانو د تسکین په اړه وویل: ياده  عماره د بيت الله شريف سره نیږدې فاصله کې موقعيت لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د عصري ژوند ټولې اسانتياوې په لرلو سره په مناسبه بيه په اجاره نيول شوې ده او دغه راز یاده عماره د حاجیانو له راتګ څخه مخکې د تسکین کمېټي لخوا کنټرول او بررسي شوې ده او د تړون له مادو سره سم د استوګنې د ټولو اسانتیاوو او اړینو وسایلو شتون تامین شوی او د حاجیانو د ورتګ لپاره یې ترتیب او چمتووالی نیول شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS