د هېواد له لویدیځ زون څخه د افغان حاجیانو  لومړۍ الوتنه ترسره شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۷:۳۷
اولین پرواز زون غرب

۸ ذوالقعدا ۱۴۴۴ هـ ق (۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد بهير په دوام نن سهار درې بجې د خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر څخه لومړۍ الوتنه ترسره وشوه. په همدې تړاو د حاحیانو لومړۍ الوتنې د تودیعي په غونډه کې چې د هرات د هوايي ډګر په ترمینل کې جوړه شوې وه، ددې ولایت والي، یو شمېر مسؤلینو، د ادارو رئیسانو او د ارشاد، حج او اوقافو رئیس نجیب الله کروخي ګډون درلود. په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي نجیب الله کروخي  د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په حرمینو شریفینو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او تلونکو حاجیانو ته یې د ښه سفر او مبرور حج دعا وکړه. ويل شوي دي چې د لویدیځ زون په لومړۍ الوتنه کې له هرات او غور ولایتونو څخه (۳۴۶) تنه حاجيان د مدينې منورې هوايي ډګر ته انتقال شی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS