د کابل ښار په جوماتونو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآن عظیم الشان ختم لپاره له قاریانو او فاتحینو څخه ازموینې اخیستلو لړۍ پیل شوه.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۶
اخد امتحان قاریان

 

دوشنبه، ۳ شعبان ۱۴۴۳ ه ق /  د ۱۶ کب  ۱۴۰۰ ه ل

د روژې مبارکې میاشتې په تراویح کې د قرانکریم د تلاوت په تړاو د کابل ښار د ۲۲ ناحیو په جامع جوماتونو کې د قرآن کریم د تلاوت په موخه د کابل د ۲۲ ناحیو له قاریانو او فاتحینو څخه د ازموینې اخیستو لړۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قاریانو چاور ریاست د هیئت تر نظارت لاندې نن پیل او دا بهیر به د کب د میاشتې تر پایه د سهار له ۸ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو دوام ولری.

په یاده پروسه کې شاوخوا (۲۵۰۰) تنه قاریان برخه واخلي، چې د (۱۹۶۰) تنه به یې له ازموینې وروسته د کابل ښار (۹۸۰) جوماتونو لپاره وګمارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS