په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس د حاجیانو له معلمینو سره وکتل.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۶:۴
اخرین ترحیل مدینه

۵ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق ( ۲ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حاجیانو له معلمینو سره د (عبدالله باجابر ) په عماره کې لیدنه تر سره کړه.

په پیل کې ښاغلي ثاقب د معلمینو د شپې او ورځې خدمتونو په وړاندې کولو سره خوښي څرګنده کړه.

نوموړي ویل: ستاسو له لیدنې څخه مو هدف د ګران هېواد حاجیانو ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

لکه څنګه چې د حج ورځې په رارسېدو دي؛ باید د یو منظم پلان له مخې حاجیانو ته د ښو اخلاقو په پام کې نیولو سره د حج د مناسکو لارښوونه په ترتیب سره په نظري او عملي بڼه ور وښودل شي او د حاجیانو په لارښوونه کې باید له هغه کتاب څخه چې ددې وزارت له لوري د حج او عمرې د مناسکو لارښود تر عنوان لاندې چاپ او حاجیانو ته ویشل شوی ګټه واخیستل شي، باید حاجیانو ته داسې لارښوونه وشي چې د خپل ځان، کور، دوستانو، افغان مظلوم ملت ته او د افغانستان اسلامي امارت د دوام لپاره لاس په دعاء شي.

په پای کې یو شمېر معلمینو د نورو په استازیتوب خپل نظریات او وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل او د وړانديزونو د اورېدلو نه وروسته محترم وزیر صاحب اړوندو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS