په لوګر ولایت کې د کانکور آزموینې په محصلینو د موټر بم چاودنې په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۰:۳
تسلیت

وَمَنْ یقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِیهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَیهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِیمًا)[نسا: ۹۳]

شنبه ۱۱ غويي ۱۴۰۰

په ډېرې خواشنۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې په لوګر ولایت کې د روژه ماتې پر مهال د کانکور آزموینې سيالیو په محصلینو د پوهې او هېواد دښمنانو د خپلو تېرو او نه بخښونکو جنایتونو پر دوام یو ځل بیا زموږ په یو شمېر بې ګناه هېوادوالو باندې موټر بم چاودنه وکړه، چې په پایله کې یې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د دغې تروریستي پېښې د سخت غندلو تر څنګ پر بې ګناه هېوادوالو په ځانګړي ډول د قرآن کریم په حافظانو، عالمانو او محصلینو برید د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي.

په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو او اسلامي سازمانونو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې؛ خو بیا هم د ګران هېواد قسم خوړلو دښمنانو له افغان وژنې څخه لاس وانخیست او هره ورځ زموږ بې ګناه هېوادوال شهیدانوي.

د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په جدي توګه غوشتنه کوو، چې د یادې پېښې په اړه پلټنه وکړي او د دې پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د خدای تعالی له دربار څخه د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شِفاء، کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

محمد قاسم حلیمي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS