هېواد ته د حاجیانو راستنیدو د هرکلي په تړاو مقدماتي غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۰:۲۴
جلسه برگشت

۱۴ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق  (۱۱ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د راستنیدو او په کابل نړیوال هوايي ډګر او د حاجیانو په مجتمع کې د هغوی د هرکلي لپاره د لازمو تیاریو او ترتیباتو په موخه د حج رئیس قاضي فیض محمد مختار تر مشرۍ لاندې د حج کاري کمېټو د مسؤولینو په حضور کې د مرکز زون د حاجیانو په مجتمع کې غونډه جوړه شوه.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د غونډې غړو خپل نظریات او وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

وروسته بیا د حج رئیس محترم قاضي فیض محمد "مختار" خبرې وکړې او حرمینو شریفینو ته د حاجیانو لېږد په برخه کې د حج کاري کمېټو د پرسونل هڅې وستایلې.

نوموړي زیاته کړه: الحمدلله د افغان حاجیانو د لیږد بهیر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد "ثاقب" په لارښونو او هڅو او د رهبرۍ غړو او د حج کاري کمېټو مسؤولینو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په پایله کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدی.

ښاغلي مختار وویل: اوس چې هېواد ته د حاجيانو د راستنېدو په درشل کې يوو، د ټولو کمېټو مسؤولينو په هلو ځلو او همکاريو د حاجيانو خدمت ته اړتيا ده لکه څنګه چې موږ د حاجیانو د لیږد پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، نو هیله لرو چې د افغان حاجیانو د راستنیدو پروسه هم زموږ د قدرمنو همکارانو په هڅو په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.

د غونډې په پای کې د کمېټو مسؤولينو ته د دوى د کاري استقامت په اساس لازم تصميمونه او لارښوونې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS