د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د برابرولو او تدارک پروژې
Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو واجد شرایطو داوطلبانو څخه چې شرایط پوره کوي، بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د برابرولو او تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي افرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۳) تقویمي ورځو په موده کې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې ترلاسه کولو پته:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست، (شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلورلارې)، د رسمي کاري وختونو په جریان کې، د سي ډي یا فلش ډرایو له لارې ترلاسه کېدای شي.
د افرونو د پرانیستلو نېټه او وخت د شرطپاڼې د داوطلبانو لپاره د لارښوونو په پاڼه کې د درج شوو معلوماتو مطابق دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
یادونه: که د شرطپاڼې د متن او د داوطلبۍ د بلنې د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.
