د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه

bakhshi_admin
اعلان

Publish Date

Closing Date

د ۴۳مې مادې د (۲) فقرې د احکامو پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت غواړي چې د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه، د "الماس حبیب لوژستیکي او ساختماني شرکت" ته چې د جواز شمېره یې (۶۳۵۵۵) ده او موقعیت یې د احمدزي پلازا، مرکز میدان‌شهر، میدان وردګو ولایت کې دی، د مجموعي (۱۶۸۹۰۱۰) یو میلیون، شپږ سوه نهه اتیا زره او لس افغانۍ په قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول شکایت یا اعتراض ولري، کولای شي چې خپل لیکلي اعتراضونه له اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، د تدارکاتو د قانون د ۵۰مې مادې له مخې وړاندې کړي.

یادونه: دا اعلان د قرارداد معنی نه لري، او تر څو چې پورته ذکر شوی مهلت بشپړ نه شي او نور قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به لاسلیک نه شي

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۱۹مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

Back to tenders