د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکاری مستحقو کورنیو ته د ترکیی هیواد مرسته

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۳:۳۸
توزیع کمک

 د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکارۍ مستحقو کورنیو ته د ترکيې هېواد د مرستو وېش. دوشنبه، ۳ رمضان‌المبارک، ۱۴۴۳ه.ق. -  ۱۵ وری، ۱۴۰۰ ه.ش. د ترکیې سفارت مرستیال د مرکزي زون په مجتمع حجاج کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ورپیژندل شویو مستحقو کسانو باندې د اړتیا وړ ۷۰۰ کڅوړې وویشل شوې. یاد مراسم چې په همدې تړاو د مرکزي زون په مجتمع حجاج کې ترسره شو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رئیسانو سربېره په کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ترکیې له حکومت، مرستندویه ادارو او د ترکیې له ولس څخه یې د دوی د دوامداره مرستو مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د یوه معتبره دیني بنسټ په توګه یادې مرستې په غوره توګه پر مستحقو کسانو وېشي. ورپسې بیا په کابل کې د ترکیې د سفارت  مرستیال علي تولګا کوجاتپي وویل، په دې حساس وخت کې د افغانستان له بیوځلو کسانو سره د خپل هېواد مرستې د دوستۍ او ورورګلوۍ یوه بېلګه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرستې به په بېلابېلو برخو کې دوام ولري او دغه مرستې به د مرستندويه ادارو په همکارۍ راټولې شي. ددې مراسمو په پای کې د ترکیې هیواد له خوا د مرستو بستې په مستحقینو کورنیو وویشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS