د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د لوی اوقافي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو د اساس ډبره کېښوده.
شنبه ٢٩/ جمادی الآخرة/ ١٤٤٧هــ ق، مطابق ٢٩/ قوس/١٤٠٤هــ ش
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ښاغلي وزیر صاحب په شمول د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر، د بلخ والي محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا، د فاریاب والي حاجي مولوي عبدالأحد فضلي، د جوړوونکو قراردادي شرکتونو مشرانو او يو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی ؤ.
ياد مارکیټ چې په اتو (٨) پوړونو کې د اووه سوه او دوه څلویښت (٧٤٢٠٠٠٠٠٠) ملیونه افغانیو په لګښت د دوو خصوصي شرکتونو له لوري په پاخه، اساسي او عصري بڼه د دوو (٢) کلونو په موده کې جوړیږي، د (٨٧٨) بابه دوکانونو سربېره به (٦٠٠) متره مربع مسجد، (٤) عصري رستورانتونه، د وسایطو معیاري پارکینګ او نور اړين ملحقات ولري او تر اوولسو (١٧) کلونو پورې به یاد قراردادي شرکتونه هرکال وزارت ته د دری څلويښت (٤٣) ملیونه افغانیو کرايې ورکولو په مقابل کې ورڅخه استفاده کوي او تر ټاکلي میعاد وروسته به یې په بشپړه توګه وزارت ته تسلیموي چې ورسره به د اوقافي عوایدو کچه څو برابره زیاته شي او د مزار شریف ښار دغه مخروبه ساحه به د عصري او معیاري مارکیټ په جوړولو سره ښایسته شي محترم وزیر صاحب د یادو مراسمو په غونډه کې په اسلامي شريعت کې د وقف پر مرتبه او د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د وقف پر سلسلې هم خبرې وکړې او په مساجدو، مدارسو او نورو خیریه او ګټورو چارو کې یې د هغه پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ همدارنګه محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې اوسمهال په ټول هېواد کې له وزارت سره مجموعًا دری اتیا زره، اته سوه او پنځه اویا (٨٣٨٧٥) جریبه ځمکه د اوقافي ملکیت په توګه ثبت ده او وزارت په پلان کې لري چې خلکو ته د کاري فرصتونو د پیدا کولو، د اوقافي عوایدو د زیاتېدو او د مساجدو د اِعمار او ترمیم او نورو خیریه او عام المنفعه چارو کې ورڅخه د مؤثرې استفادې په موخه داسې نورې پروژې هم پیل او تطبیق کړي.
هغوی همدارنګه د هېواد په شتمنو وګړو غږ وکړ، څو د صدقه جاریې په توګه خپل منقول او غیر منقول ملکتونه وقف کړي او د دنیوي او اخروي اجرونو د ترلاسه کولو لپاره د وقف فرهنګ ژوندی او پیاوړی وساتي او وزارت ژمن دی چې د وقفي املاکو غوره مدیریت او ورڅخه هراړخيزه څارنه او ساتنه وکړي.
همداراز په ياده غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ په تړاو ډاډ ورکړ او له خصوصي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو پروژو چارې د منل شوو معیارونو او کیفیت سره سمې ترسره کړي هغه همدارنګه په نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانستان لګول شوي تحریمونه لرې کړي او پرځای یې ورسره اقتصادي اړیکې پراخه کړي، ځکه د افغانستان اقتصادي پرمختګ د هېڅ هېواد په زیان ندی ورپسې په ياده غونډه کې د بلخ ولایت والي ښاغلي الحاج ملا محمد یوسف وفا هم وینا وکړه، هغه وویل چې اسلامي امارت د هېواد جوړونې ته ژمن دی، د هېواد د آبادۍ لپاره یې د الله تعالی په توفیق او د خپل ولس په همکارۍ بشپړ امنیت تأمین کړی دی او هېوادوالو ته د هر ډول پانګونې زمینه برابره شوې ده.
هغه همدارنګه د ولسونو لخوا د اسلامي نظام پر لا استحکام او ملاتړ ټینګار وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د دښمنانو د فکري جګړې ښکار نشي، بلکې دسیسې یې په خپل اتحاد او یووالي سره شنډې کړي، همدارنګه په ياده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رئیس مولوي حمد الله آخندزاده د دغې اوقافي پروژې د پخواني او اوسني وضعیت په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په دې پروژې سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
