د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په جدې ښار کې د ندوة الحج الكبریٰ په نوم جوړ شوي کنفرانس کې گډون وکړ

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۲۴
ندوت الحج

یکشنبه ۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د جدې په ښار کې د ندوة الحج الكبریٰ په نوم جوړ شوي ۴۹م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ .

په یاد کنفرانس كې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر، د اسلامي هېوادونو د حج وزیرانو او د اسلامي سازمانونو مشرانو، د نړۍ مشهورو علماء کرامو، پوهانو او د سعودي شاهي دولت مسؤلینو برخه اخیستې وه.

دغه کنفرانس چې د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعة په وینا پرانیستل شو، هغه وویل: د حج په مراسمو کې چې د سعودي عربستان پاچا كوم خدمات حاجیانو ته وړاندي کوي دا یوازې خدمت نه بلکې یو تاریخي افتخار او د تاریخ د بیا تازه کولو یو ه برخه ده، همداشان نوموړي زیاته کړه د حاجیانو د پالنې په برخه کې د خدمتونو کیفیت لوړول د سعودي عربستان یو مهم مسؤولیت دی.

په دغه کنفرانس کې د نورو ویناوالو ترڅنګ شهزاده فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د پاچا مستشار هم وینا وکړه هغه په خپلو خبرو کې وویل، د حاجیانو خدمت زمونږ لپاره یو عظیم شرف دی، او د سعودي عربستان د پاچا یوه لویه ژمنه ده، سعودي عربستان هڅه کوي دا ژمنتیا تلپاتې وساتي او د حج خدماتو ته وده ورکړي.

همداشان نوموړي وویل د حاجیانو خدمت د سعودي عربستان د لید لوري یوه برخه ده، چې حاجیانو ته د مناسکو د اداء کولو  ټول اړخونه په بشپړه توګه برابروي او مونږ دلته د دې لپاره دغه کنفرانس راغوښتی دی چې د حج د ځانګړي موسم لپاره چمتووالی ونیسو او د «استطاعت» د مفهوم د پراختیا په اړه خبرې وکړو، تر څو دغه خدمتونه لا نور هم په پراخه او منسجمه توګه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه لوی او نړیوال  کنفرانس هر کال د حج په موسم کې په سعودي عربستان کې        جوړیږي، چې د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه د حج وزیران او نور ګڼ شمیر مسؤلین او علما‌ء وربلل کېږي، د دغه کنفرانس اساسي موخه دا وي چې په حج کې شرعي او فقهي مسايل په پام کې ونیول شي او د وضع شویو قوانینو او لوایحو مراعات وشي، ترڅو د حجاج کرامو لپاره د مناسکو د اداء کولو اړوند مناسب چاپیریال او لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS