د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل پلاوي د سمرقند له چارواکو سره د کتنې ترڅنګ ددې ښار له اسلامي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۹:۳۲
سفر ازبکستان

دوشنبه ۸ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۲۸ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمرقند ښار ته د رسېدو سره سم د دې ښار د والي، ښاروال او مفتي لخوا تود هرکلی وشو.

ورپسې له یادو مسؤلینو سره د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د علماوو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، له یو بل سره د نظرونو شریکولو، د جوماتونو د امامانو د تدریب او په مدرسو کې د تدریس د کیفیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

تر لیدنو وروسته یې د حضرت امام بخاري رحمه الله له مقبرې، دنبوي احادیثو تعلیمي څېړنیز مرکز چې د امام د مقبرې ترڅنگ موقعیت لري همداشان د نبوي احادیثو د عالي معهد، د دیني علومو مرکز او د دغه  مرکز له ټولگيو، د قثم بن عباس رحمه‌ الله قبر چې د شاه زنده په مقبره مشهور دی، ‏د حضرت ابو منصور محمد ماتریدي مقبره، د ريگستان مجموعه چې درې مدرسې لري (مدرسه طلا قاری، مدرسه الغ بیک، مدرسه شیردار)، د الغ بیگ رصد خانه او د هغې رصدخانې نندارتون، د برهان الدین بخاري مرغیناني قبر، د خواجه ناصر الدین عبیدالله حرار ولي څخه لیدنې تر سره کړي.

رصدخانهٔ اُلُغ‌بیگ: د ډیرو کارپوهانو په اند دغه بنا په اسلامي نړۍ کې یو له غوره رصد خانو تر څنګ د منځنۍ اسیا په کچه تر ټولو لویه رصد خانه بلل کیږی، د هغه وخت تر ټولو دعلم نجوم ستر پوهان د قاضي زاده رومي په شمول، غیاث‌الدین جمشید کاشاني او علي قوشچي په دې رصد خانې کې څېړنې کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۹ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب تر. . .

BACK TO NEWS