د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال معرفی شو.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۴
معرفی معین مسلکی

۲۲ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۲۴ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې محترم شیخ الحدیث مولوي زر محمد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوي غوندې په ترڅ کې ددغه وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته په کار پیل وکړ.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن، د چارو ادارې څخه د څارنې او پالسي معاون مولوي سیف الدین تائب او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وويل: دا د امیرالمؤمنین حفظه الله د ستر درک او فهم له امله دی چې په مهمو مسؤلیتونو کې یې غوره او مناسب کسان ټاکي او ټولو ته معلومه ده، چې شیخ الحدیث مولوي زر محمد یو علمي او جهادي شخصیت دی او دغه وزارت ته د هغه په ​​راتګ ډیر خوښ یو او په ورسپارل شوي دنده کې ورته د بریالیتوب هیله کوو.

وروسته بیا شیخ الحدیث مولوي زر محمد د وزارت د رهبري د تود هرکلی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت موخو ته د رسېدو او د هېواد خلکو ته د خدمت په لاره کې به هېڅ راز هلې ځلې او همکارۍ ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS