د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره مالي او اداري مرستیال معرفی شو.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۴:۲۷
معرفي معين

یکشنبه ۲۳ محرم الحرام: ۱۴۴۴ هـ ق (د ۱۴۰۱ کال زمري ۳۰)

 د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې محترم مولوي عارف الله عارف د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث ډاکټر نورمحمد ثاقب د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په حضور کې مولوي عارف الله عارف ته د دغه وزارت د مالیې وزارت د معین په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په یاده دنده کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

 ورپسې مولوي عارف الله عارف د وزارت د رهبري هیئت له یو شمېر غړو سره په رسمي ډول د دوی دفتر ته رهنمایی او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په ورته وخت کې مولوي عارف الله عارف وویل: اوس چې د شهیدانو په وینو، بې شمېره سرښندنو او هجرتونو اسلامي نظام راغلی، موږ هم د قربانیو په ورکولو سره د نظام د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوو او د جهاد پایلې د پلي کولو هڅې کوو.

همدا راز هغه زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اصلاح لپاره یو مکتب او لویه اداره ده او د دیني چارو او دیني زده کړو یوه معتبره سرچینه ده.

په پای کې یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د دین او خلکو په خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه او ویې ویل، چې د ټولو مسوولینو په همکارۍ او مرسته به ورسپارل شوې چارې پرمخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS