د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
سنگ تهداب

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث نورالحق انور او د دواړو ادارو یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رئیس مولوي حمدالله اخندزاده د یاد جومات د جوړېدو اړوند هر اړخیز معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او د دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال مفصلې خبرې وکړې نوموړي د جوماتونو د جوړېدو پر اهمیت او فضیلت رڼا واچوله ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې وویل:جوماتونه نه یوازې د عبادت ځایونه دي بلکې د دیني زده کړو،معنوي روزنې او ټولنیز یووالي دپیاوړتیا مرکزونه دي،همدا راز دغونډې په لړ کې دچارو ادارې لوی رئیس دخپلې وینا پر مهال دجومات دجوړېدو په برخه کې دامیرالمؤمنین حفظه‌الله له پاملرنې او لارښوونو څخه مننه وکړه او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤولینو یې د هغوی د همکارۍ او هڅو قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS