پرون له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شو.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۲۹
ملاقات

پنجشنبه ۳۰ شوال ۱۴۴۵ هـ ق (۲۰ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د مرکزي زون حاجيانو لومړۍ الوتنې د پيل غونډه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر د بهرني ترمينل په تالار کې جوړه او لومړنۍ الوتنه ترسره شوه، چې په دغه الوتنه کې د پکتیا ولایت اړوند (۲۳۰) تنه حاجیان تنظیم شوي وه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډې کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله آخندزاده، د کابل والي محمد امان عبید، د کورنیو چارو وزارت معاونیونو د امارتي ادارو او د کابل نړیوال هوایي ډگر مسؤلینو، د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو چارواکو، ددې وزارت مرستیالان او مرکري رئیسانو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د دې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور د غونډې پرانستې وینا وکړه او د حج فریضې د اداء کولو په موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ او په دې پروسه کې ښکېلو ادارو له مسؤلینو څخه مننه کوم چې په ډیر اخلاص او صداقت سره یې یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړې.

نوموړي زیاته کړه چې نن له افغانستان څخه حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره ځي او دوی ته د الله جلّ جلاله له درباره څخه ورته د مبرور حج غوښتونکي یو.

ورپسې بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب هر اړخیزې او مفصلې خبرې وکړې او وویل: نن چې مونږ او تاسو په دې غونډه کې را یو ځای شوي یو، دا غونډه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د افغان حاجیانو د لومړۍ الوتنې غونډه ده چې نن به افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره روان شي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې نننۍ د حاجیانو پرواز مدینې منورې ته ترسره کېږي او دغه ناست حاجیان ډېر بختور دي، چې نن دوی د رسول الله ﷺ حضور ته ورځي.

همدا راز د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج کاري کمېټو فعالیتونو ته په اشاري سره وویل: چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تیرو کالونو په پرتله سږکال مخکې له مخکې مدینې منورې ته د کاري کمېټو کارکونکو لیږلي دي، په مکه مکرمه کې د حرم شریف او د منی ترمنځ چې تر ټولو نیږې موقیت دی د حاجیانو لپاره عمارې (ودانۍ) نیول شوي دي، سږکال په منی کې د حاجیانو لپاره په شرعي منی کې خیمې نیول شوي دي او داسې نور مهم او اړین کارونه ترسره شوي دي او سږ کال به اړوندو ادارو سره په همغږۍ دغه پروسه په بریالیتوب سره پای ته رسوو.

همدا شان د غونډې په لړ کې د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسؤلینو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او د حاجیانو لیږد او راستنېدو بهیر یې خپل مسؤلیت وباله او د وزارت رهبرۍ ته یې ددغې پروسې پوره ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې ټولو حاجیانو ته الوداع ورکړل شوه او د حرمینو شریفینو په لور وران شول

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

روند جمع آوری قرآن‌ کریم های کهنه، پاره ها و اوراق کتاب های دینی در یک مکان مناسب از سوی وزارت ارشاد، حج واوقاف در سراسر کشور آغاز گردید

 

 اول ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ ه ش 

طبق  هدایت خاص زعیم امارت اسلامی عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، وزارت ارشاد، حج و اوقاف طرح جامع را برای جمع آوری قرآن کریم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

روند پرداخت پول اضافی از مصارف حج به حجاج رسمًا آغاز گردید

۱۰ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

وزارت ارشاد، حج و اوقاف امارت اسلامی افغانستان به روز سه شنبه، روند پرداخت پول‌ اضافه شده از مصارف حج سال ۱۴۴۶ هجری قمری را به حجاج، طی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

معرفی معین مسلکی وزارت ارشاد، حج و اوقاف

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هجری قمری، مطابق با ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هجری شمسی

براساس فرمان امیرالمومنین حفظ الله  شیخ ضیاء الرحمن مدنی، معین مسلکی جدید وزارت ارشاد، حج و اوقاف، امروز طی جلسه ویژه‌ای با. . .

BACK TO NEWS