په مدینه منور کې د افغان حاجیانو لپاره د سکن او په لومړي ځل د تغذیې قراردادونه ترسره شول

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۱۲
مدینه منوره

په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د روان ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۱۴۰۲ هـ ش کال د حج فریضې په اداء کولو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو او هغوی ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو په موخه د سکن (هستوګنځي) او په لومړي ځل د تغذیې (خوړو )قراردادونه ترسره شول.

 

د افغان حاجيانو د هستوګنې عمارې د عالیقدر امیرالمؤمنین – حفظه الله – او د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر، محترم شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د هدایاتو او سپارښتنو سره سم د نبوي حرم په مرکزي ساحه کې ونیول شوې، چې په ټولو عصري اسانتیاوو سمبال دی او سږ کال به د حج په موسم کې د پخوانیو کلونو په خلاف زموږ ټول حاجیان نبوي حرم ته څېرمه په جوړو شوو عمارو کې اوسیږي.

همدارنګه سږ کال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت او ابتکار په لومړي ځل په مدینه منوره کې هم د افغان حاجیانو لپاره د اعاشې قرارداد ترسره شو.

یاد قرارداد د افغان حجاجو لپاره هم له مادي او هم له معنوي اړخونو خورا مهم ؤ او په دې سره به افغان حاجيانو ته په ډیر کم لګښت درې وخته خواړه په خپلو ځایونو کې رسیږي او د پخوا په شان به لرې سیمو ته په ډوډۍ پسې د تګ له وجې د دوی ارزښتناک وخت نه ضایع کیږي.

یاد قراردادونه له کابل څخه د اړوندو ارګانونو د ګډ لیږل شوي پلاوي په دوامدارو هلو ځلو د سیمې او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله په کم قیمت ترسره شوي دي

یاد قرار دادونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس او د لیږل شوي پلاوي د مشر، محترم مولوي عبدالولي حقاني او د (موسم المدینة للنزل السیاحیة) مؤسسې د مشر، محترم محمد قصلي علي الشهري او د (صفوة الوسام لخدمات الإعاشة) شركت د رئیس، محترم محمد فرحان قریشي ترمنځ په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د بعثې په دفتر کې لاسلیک شول.

د یادولو وړ ده چې په مکه مکرمه کې هم د افغان حاجيانو لپاره د هستوګنځي، اعاشې او ترانسپورټ قراردادونه وروستۍ مرحلې ته نږدې شوي او په راتلونکو لنډو ورځو کې به د هېوادوالو له منافعو او مصالحو سره سم له نهايي کېدو سره سم لاسلیک شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

اثر جامع و ارزشمند میراث علمی احناف در عرصهٔ علوم حدیث تحت عنوان (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) به زبان عربی نیز به زیور طبع آراسته و در اختیار علمای کرام، اساتید و محققین قرار ګرفت

این اثر جامع، ارزشمند و معتبر تحقیقی در عرصه علوم حدیث و میراث علمی علمای احناف، توسط وزیر ارشاد، حج و اوقاف، محترم شیخ ‌الحدیث دکتور قضاوتپوه مفتی نورمحمد ثاقب تألیف گردیده است. در این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

فعالیت های مهم وزارت ارشاد، حج و اوقاف در ماه مبارک رمضان

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳/حوت/ ۱۴۰۴ هـ ش

وزارت ارشاد، حج و اوقاف به منظور بزرگداشت از ماه مبارک رمضان، تبيين اهمیت این ماه مبارک در زندگی مسلمانان، احیای شعائر دینی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

‏یک تبعهٔ چینی در کابل به دین مقدس اسلام مشرف شد

 شنبه، ۴/رمضان‌المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

امروز در شهر کابل یک تبعهٔ چینی به نام «منخای شیاء» فرزند «دینگ چانک شیاء»، که ۵۱ سال عمر دارد و از مدتی بدینسو به افغانستان آمده. . .

BACK TO NEWS