د ارشاد حج او اوقافو مبارکی پیغام

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۴:۵۵
قهرمان ریاضی

وَ أَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاَّ ما سَعي‏


افغان قهرمان ماشوم صبغت الله د ریاضي په نړیوالو مسابقو کې د (40) هېوادونو تر منځ لومړی مقام خپل کړ.
دا چې ښه خبر تل زړه خوشحاله کوي او یاد یې تل پاتې کېږي، موږ هم د الله جل جلاله له دربار څخه مشکور یو او ویاړو، چې زموږ د هېواد او بیا د زخمی هلمند تنکي ځوان صبغت الله د (40) هېوادونو او (4000) څلور زره کسانو تر منځ د ریاضي په نړیوالو مسابقو کې لومړی مقام خپل کړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري هيئت په استازیتوب ددغه خوږ او هیله بښونکي خبر مبارکي لومړی صبغت الله جان ته بیا دده کورنۍ، د هلمند ولایت فرهنګ پاله ولس، په کلی شوری کی ددې ولایت پتکنو استازو ، د پوهنې ریاست او ددې ولایت چارواکو ته وړاندې کوم.
د صبغت الله جان دغه ستره او ملي لاسته راوړنه د ګران هېواد لپاره ویاړ بولم او د لوی خدای (جل جلاله) له دربار څخه دغه تنکي ځوان او د دې هیواد ټولو ماشومانو د بریا لپاره د دعاء لاس لپه کوم.

 

   محمد قاسم "حلیمي" 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS