دپغمبر او سولې تر عنوان لاندې علمي سيمينار دحضرت رسول اکرم ( صلی الله عليه وآله وسلم ) دنيکمرغه ميلادپه مناسبت

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۵:۱۴
میلاد

 

ياد سيمينار دارشاد،حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب ، دوزارت درهبرۍ هييت، دجمهوري رياست او اجراييه رياست دسلاکارانو، دعلماو شوراء غړو، دعلوم اکاډمۍ مرستيالنو او غړو، دپوهنتون استادانو، دپوهنې وزارت  د اسلامي تعليماتو مرستيال، علماي کرامو او ددې وزارت يوشمېر کارکونکوپه شتون کې د  کانتيننتال په هوټل کې ترسره شو.

سيمينار دکلام الله مجيد دڅومبارکو اياتونوپه تلاوت سره دشيخ القراء والمجودين استاد قاري برکت الله سليم  له لور پيل شو.

ورپسی دارشاد، حج اواوقافو وزرات سلاکار محمد مجاهد د حضرت نبي کريم  ( صلی الله عليه وآله وسلم )  داخلاقو او سيرت په اړه  وينا واوړوله.

بيادهېواد وتلي دينې عالم او دکابل پوهنتون استاد دکتور اياز نيازی داسلامي سولې او ورورګلوي په اړه دحضرت محمد مصطفی  ( صلی الله عليه وآله وسلم )  له مبارک سيرت څخه په زړه پورې وينا وکړه  او دهېواد له رهبرانو څخه يې وغوښتل چې دسيرت النبی  دلارښونو سره سم دتلپاتی سولې او ډاډمن امنيت په موخه عملي ګامونه پورته کړﺉ.

له دې ورسته د ارشاد، حج اواوقافو وزير مولوی عبدالحکيم منيب د يوالي او د تفرقه دمنخنيوپه اړه پوره او دپاموړ ويناوکړه دچې دبرخوالو د پام وړ وګرځيده .

بيا داجراييه رياست سلاکار مولوي احمد نور واقف  په اوسنيو حالاتوکې دسولې داهميت په اړه  علمانه وينا ترسره کړه .

ورپسی  دامنيت شوراء  د دينې چارو رييس مولوي رحمت الله اندړ دحضرت نبی کريم  ( صلی الله عليه وآله وسلم )  دتعهدات له مشريکينو سره  او دسولې هوکړه ليکونو په اړه په هغه وخت کې پوره اواړين معلومات له برخوالوسره شريک کړل.

ورسته دپوهنتون استاد فضل الرحيم بصيرت هم دسولې  په اهميت د حضرت نبی کريم ( صلی الله عليه وآله وسلم )  له مبارک سيره ويناوکړه

دي ته ورته دعلومو اګاډمې مرستيال مولوي برهان الله نيازي  دحضرت نبی کريم ( صلی الله عليه وآله وسلم )   چلند د مسلمانانو په اړه خپله مقاله له ګدونوالو سره شريک کړه.

په دې لړکې د جمهوری رياست دچارو ادارې په استازولۍ امرالدين فهيم دانسان اومسلمان دځان داهميت په اړه معلومات بيان کړل.

ورپسی داهل تشيع علماي کرامو په استازولۍ حجة الاسلام والمسلمين علي عطايي دحضرت نبی کريم ( صلی الله عليه وآله وسلم )   دمبارکي زوکړي په اړه معلومات وکړل سيمينار د وزارت دسلاکار مولوي رحمت الله واحديار په دوعايه وينا سره پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS