لوی اختر د لمانځه د اداء کولو وخت
الله جل جلاله دې مو ټول عبادات او طاعات په خپل دربار کې قبول او منظور کړه.
د ارشاد، حج او اوقاف محترم وزارت عالی مقام د ( ۱۴۴۷ هـ.ق کال د لوی اختر د لمانځه د اداء کولو وخت چې له ۱۴۰۵ هـ.ش ) کال سره سمون خوري، د سهار اووه نيمې بجې (۷:۳۰) ټاکلی دی.
بناءً د هېواد ټولو رسمي او غير رسمي جوماتونو خطيبانو ته خبر ورکول کېږي چې د لوی اختر لمونځ د محترم وزارت له خوا د ټاکل شوي وخت سره سم اداء کړی.
