له هېواد څخه د افغان حاجیانو د کاروان لومړنۍ ډله مدینې منورې ته ورسېدله

سه شنبه ۱ ذوالقعدة ۱۴۴۶ هـ ق مطابق۹ ثور ۱۴۰۴ هـ ش
د افغانستان حاجیانو تیره شپه د کابل په نړیوال هوايي ډگر کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، د اسلامي امارت یو شمېر وزیرانو او د کابینې غړو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره له مخه ښې وروسته نن مدينې منورې ته ورسېدل.
د حاجیانو په دغه لومړني پرواز کې د لغمان ولایت دوسوه دیرش (۲۳۰) تنه حاجیان شامل وو چې د حاجیانو دغه جعفې ته په مدينه منوره کې د افغانستان د حج قونسل او د بعثې کاري کمېټو مسؤلینو له لوري تو د هرکلى وشو چې وروسته اړوندو ودانيو (عمارو) ته ولېږدول شول.
د یادونې وړه ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزات له لوري په سعودي عربستان کې دهېواد قدرمنو حاجیانو ته د استوگنې، روغتیا، تغذیې، ټرانسپورټ او نورو بېلا بېلو برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې لازم تدابیر نیول شوي دي.