د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره د ولایتي رییسانو غونډه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۴:۵۵
جلسه روسا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د دویمي واحدونو رییسانو سره تعارفي او اداري ناسته وکړه.
دغه ناسته ددې وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد مجاهد، د پلان او پالیسي مرستیال محمد عثمان طارق، د وزارت سلاکارانو او د مرکز د رییسانو په ګډون نن د حاجیانو په پنډغالي (مجتمع) کې د فعالیتونو د څرنګوالي او د انکشافي پروژو د پراختیا په پار ترسره شوه.
یاده غونډه د قاریانو چارو رییس شیخ القراء استاد قاري برکت الله سلیم له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد مجاهد خبرې وکړې او د ارشاد، حج او اوقافو ولایتي رییسانو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د اداري او مالي پروسې په اړه وضاحت ورکړ او د لاس لاندې برنامو په تطبیق کې یې د ولایتي مسؤلینو همکاري مهمه وبلله.
بیا د سویل او سویل لویدیځ زون په استازیتوب د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس، د مرکزي زون په استازیتوب د دایکندي ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس، د ختیځ زون په استازیتوب د نورستان د ارشاد، حج او اوقافو رییس، د شمال او شمال لویدیځ زونونو په استازیتوب د فاریاب ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس خبرې وکړې او د یادو ولایتونو یو لړ ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه یې په لاندې ډول وړاندې کړل.
د حاجیانو د سهمې کمښت، د درنو علماوو لپاره د تشو بستونو رامینځته کول، د عالمانو ظرفیت لوړول، اجرایه مدیریت له ٥ بست څخه ٤ بست ته ارتقاء ورکول، د جوماتونو د تشکیل زیاتول، د نمونه یي جوماتونو لپاره یو خدمتګار او شپې ساتونکي ګمارل، د کندهار د عیدګاه ترمیمول، د معزز علماو لپاره د بورسونو وېشل، پرمختیایي پروژو ته پاملرنه، د دینی عالمانو مدیریت او د هغوی ترمنځ همغږی ... یاد کړل.
ورپسې محمد قاسم حلیمي وینا وکړه او د ولایاتو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو د مسؤلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل: موږ د دیني عالمانو د ظرفیت لوړولو پلان لرو، هغه د پوهنې وزارت سره د ګډ کمیسیون د جوړولو یادونه هم وکړه، چې په خپل وخت کې د دیني عالمانو تعلیمي اسناد و ارزوي.
دغه راز په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت او د علماو سراسري شورا په همکارۍ د دیني عالمانو د سندونو د بیا کتنې لپاره یو کمیسیون جوړ شي، چې د علماوو د اسنادو د ارزونې په برخه کې له ولایتونو سره له نږدې کار وکړي.
هغه علماء چې د (١٢) او ​​(١٤) سند لري، موږ هڅه کوو، چې د دوی لپاره د ازادې سیالۍ له لارې بورسونه برابر کړو او هغه علماء چې لیسانس او ماسټري لري هغوی ته د (ستاژ) اسانتیاوې برابرې کړو.
په پام کې ده، چې په کابل کې د دیني عالمانو د استفادې په موخه یو لوی کتابتون رامنځته کړو، .
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ښاغلي محمد قاسم حلیمي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د وزارت او د دویمي واحدونو ترمنځ همغږي د پلانونو په پلي کولو کې خورا مهمه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» بین المللي علمي – څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه

یکشنبه، ۲۱/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

کابل – انټر کانټینینټال

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب «په معاصرو اسلامي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

BACK TO NEWS