په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د تسکین لړۍ په منظم ډول روانه ده

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۶
روند تسکین

یکشنبه ۶ ذوالقعدة ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴ ثور ۱۴۰۴هـ ش

د افغان حاجیانو په عمارو کې د ځای په ځای کیدو «تسکین » لړۍ په منظم او منسجم ډول روانه ده چې نن د حج بعثې د تسکین کمېټې د کابل، لوګر او خوست ولایتونو حاجیان د نبوي حرم سره نږدې، د برج المختارة عماره په نوم یو مناسب او عصري هستوګنځي کې ځای پر ځای کړل.

په دغو عماروکې د عصر سره سمې ټولې لازمې اسانتیاوې موجودي دی او حاجیانو ته پکښې مناسب خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه د افغان حاجیانو لپاره په دغو عمارو کې د خوړو (ډوډۍ) سهولت هم برابر شوی دی، چې درې وخته خواړه ورته دټاکلي او منظم مهال‌ویش لمخې ورکول کېږي.

همدا راز په مدینه منوره کې د حج بعثه د وزارت سره په همغږۍ د حاجیانو لپاره د سکونت، تغذیې، ټرانسپورټ او روغتیا اړوند ټول خدمات د کیفیت او معیاري مطابق برابر کړي، څو افغان حاجیان وکولای شي خپل دغه مبارک د حج سفر په پوره اطمینان او روحاني فضا کې ترسره کړي.

د یادونې وړه ده چې د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لوري تر دې دمه له مرکز او شمال زونونو څخه د (۲۵) پروازونو په ترڅ کې (۷۹۵۴) تنو څخه زیات افغان حاجیان مدینې منورې ته انتقال شوي دي او په راتکونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS