د ارشاد حج او اقافو د پلان او پالیسی مرستیال معرفی شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۵:۷
معین پالیسی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان او پالیسي مرستیال معرفي شو چهارشنبه ١٩ د وږي ١٣٩٩ پرون له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اقافو وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمد عثمان طارق د دې وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي، د وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري، ددې وزارت رهبري هیأت او نورو ادارو استازو په حضور کې ددې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. غونډه د شیخ القراء و المجودین استاد برکت الله سلیم له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د اسلام له نظره د حکومتي موقف په پرمخ وړلو کې د انتصاب او ګمارنې په اړه د وینا تر څنګ د ښاغلي طارق په علمي شخصیت هم رڼا واچوله. ښاغلي حلیمي وویل: ښاغلي طارق د دینی زدکړو ترڅنک د ښې حکومتولۍ په برخه کې دبرتانیا هېواد څخه ماسټرى لرى. ښاغلي حلیمي زیاته کړه، چې نوموړي له ملي او نړیوالو مؤسسو سره کار کړی او ددې وزارت په دې پُست کې به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پرمختګ او پراختیا په برخه کې مؤثر ثابت شي. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان او پالیسي نوي ټاکل شوي مرستیال محمد عثمان طارق خبرې وکړې. ښاغلي طارق د جلالتمآب ولسمشر او د وزارت له رهبري په ځانګړي ډول له ښاغلي حلیمي څخه مننه وکړه، چې ددې لوی مسؤلیت اعتماد یې ورباندې وکړ. ښاغلي طارق وویل: ژمنه کوم چې د قانون د تطبیق لپاره به هڅې ګړندۍ کوم او د وزارت له رهبري هیأت سره به په ګډ تفاهم د وزارت د پرمختګ او د دولت د لا پیاوړتیا لپاره  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS