د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دحج پروسې د څارنې او ارزونې تر څنګ په جده کې د ترسره کیدونکې کنفرانس په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

شنبه،۳ ذوالحجة ۱۴۴۶ هــ ق، مطابق ۱۰ جوزا ۱۴۰۴ هــ ش
د افغانستان اسلامي امارت دارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور نورمحمد ثاقب د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې د څارنې، ارزونې او د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هیوادنو د حج وزیرانو په ستر کنفرانس کې د ګډون تر څنګ ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.
په دغه سفر کې به ښاغلي ثاقب د افغانستان د حج بعثې د کاري کمېټو فعالیتونه له نږدې وڅاري د حاجیانو د استوګنځایونو، خوړو، ټرانسپورټ، صحي خدمتونو او د مناسکو د رهنمایۍ د بهیر ارزونه به ترسره کړي تر څو د حاجیانو لپاره خدمات لا اغېزمن، منظم او باکیفیته شي د محترم وزیر صاحب دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټول دیرش زره افغان حاجیان د حج د اداء کولو په موخه مکې مکرمې ته رسېدلي دي، په مکه معظمه او مدینه منوره کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکي، کاري ډلې او موظفې کمیټې شپه ورځ هڅه کوي چې زرګونو افغان حاجیانو ته مناسب خدمتونه وړاندې کړي،دغه راز ښاغلی ثاقب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او نورو د حج اړوندو ادارو او شرکتونو له مسئولینو سره رسمي ناستې ولري.
دا لیدنې د دې لپاره ترسره کېږي چې د افغان حاجیانو د خدمتونو بهیر لا چټک، اسانه او هماهنګ شي او د راتلونکو حج کلونو لپاره لا بنسټیز تفاهمات رامنځته شي.
د دې سفر یوه بله مهمه برخه د سعودی عربستان دجدې په ښار کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په ستر کنفرانس کې ګډون کول دی چې په دغه کنفرانس کې به د حج پروسې د ښه تنظیم، د هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکولو او د حاجیانو د خدماتو د همغږۍ په موضاعاتو بحثونه وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ژمن دی چې د مؤثر مدیریت، فعال نظارت او منظم پلان له لارې افغان حاجیانو ته داسې زمینه برابره کړي چې هغوی خپل مناسک په ارامه او مطمئنه فضاء کې ترسره کړي.
د یادوني وړ ده چې د ښاغلي ثاقب دغه سفر د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا حج پروسې ته د ځانګړې پاملرنې ښکاره نښه ده، چې موخه یې د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو برابرول دي.