د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ ولایت له مسؤلینو سره وکتل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۳:۲۳
جلال آباد

۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۶هـ ق (۳ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوی د خپل سفر په ترڅ د کونړ ولایت له مسؤلینو، علماء کرامو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره په  بېلا بېلو برخو کې د ښې همغږی او همکارۍ د رامنځته کولو ترڅنگ د دوی د ستونزو او غوښتنو اوریدلو په تړاو غونډه ترسره کړه.

غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ زیاته کړه الحمدلله د شکر ځای دی چې د شیخ صاحب او همداشان نور مشران همیشه د هېواد له لري پرتو سیمو څخه د ولس د حال اخیستلو پخاطر سفرونه کوي.

ښاغلي ابوحمزه وویل: دا اسلامي او شرعي نظام  د علماوو او مجاهدینو په هلو ځلو منځته راغلې دی او مونږ باید ددې نظام سانته وکړو، نوموړی ډاډ څرگند کړل چې په کونړ ولایت کې د ټولو ادارو ترمنځ په لوړه کچه همغږي موجوده ده او په ځانکړی توگه د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کوشش کوي چې په ارشادی، اوقافي او نورو برخو کې ولس ته پروخت او اړین خدمات وړاندې کړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر خپله عالمانه  او هر اړخیزه وینا واوروله نوموړي د کونړ ولایت له مسؤلینو، علماء کرامو او مجاهدینو څخه خوښي څرگنده کړه چې ټول مسؤلین په ډیر اخلاص او صداقت سره خپلې دندې سرته رسوي او زیاته یې کړه چې الحمدلله په کونړ او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پوره امنیت قائم دی او مونږ او تاسو باید د الله ﷻ شکر اداء کړو چې داسې یو اسلامي او شرعي نظام یې مونږ ته را نصیب کړی دی.

ښاغلي ثاقب وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت همیشه هڅه کوي چې په ارشادي، اوقافي، اداري او د حج په برخو کې خپلو هېوادوالو ته غوره او په زړه پورې خدمات وړاندې کړي او دوی اړینه وبلله چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین باید خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص، صداقت او روڼتیا سره ترسره کړي او هغو ټولو چارو ته جدي پاملرنه وکړي، چې د هېواد او هېوادوالو په گټه وي.

همدا راز د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په خپلو خبرو کې ددې ولایت منسوبینو ته د لازمو سپارښتنو او توصیو په ویلو سره یادونه وکړه چې خپل ورځني کارونه مو د اسلام او شریعت په چوکاټ په پوره اخلاص، دیانت او تقوی سره ترسره کړئ، له مراجعینو سره د ښو اخلاقو ترڅنگ د اسلامي امارت له ټولو فرامینو څخه اطاعت کوئ او د مجاهدینو ډیر قدر وکړئ ځکه چې دا اسلامي نظام د دوی په قربانیو منځته راغلی دی.

د غونډې په پای کې د کونړ ولایت د علماوو شوای رئیس خبرې وکړې او د یاد ولایت د خلکو غوښتنې چې د حج، مساجدو او امامانو په برخو کې یې درلودلې د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره شریکې کړلې او د شیخ صاحب له لوري ورته د دوی د غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS