د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال او ورسره مل پلاوی په یوه رسمي سفر ایران هېواد ته ولاړ .

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۴۱
وحدت اسلامی

۱۵ ربیع الأول  ۱۴۴۶هـ ق (۲۸ سنبله ۱۴۰۳هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور او ورسره مل پلاوی نن د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه او د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب ددې هېواد په پلازمینه تهران کې د اسلامي وحدت په( ۳۸) نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

یاد کنفرانس د (گډو ارزښتونو د لاسته راوړنو لپاره د اسلامي همکاري) تر عنوان لاندې د ( ۱۴۴۶) هجري قمري کال د ربیع الأول له ۱۵مې نېټې څخه پیل کېږي او ددې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ولري.

په یاد نړیوال کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلا بېلو ستونزو او مسایلو په اړه خبری کیږي چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه پکې علماء کرام، مفکرین، څېړونکي  او مشهورو شخصیتونو گډون کوي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS