د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج موسم د خدماتو وړاندې کولو تړون د جنوب اسیا شرکت سره لاسلیک شو

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۳
سعودی

پنجشنبه ۸ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۰ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه مکرمه: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت باصلاحیته هیئت د سعودي عربستان په مکې معظمې ښار کې له جنوب اسیا (ضیوف البیت) مؤسسې سره د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې په تړاو د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ.

یاد شرکت مکلف دی چې د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات له قرارداد سره سم په ښه کیفیت او کمیت وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو په سعودي عربستان کې له بیلابیلو مؤسسو او شرکتونو سره ترلیدنو او مجالسو وروسته، د را روان حج په تړاو د غوره خدماتو وړاندې کولو قرارداد له ضیوف البیت سره تیره ورځ لاسلیک کړل، دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې دخدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اوږده تجربه لري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS