د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د هېواد د گونگیانو انجمن له غړو سره ولیدل

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۳:۱۱
نابینایان

پنجشنبه د وږي میاشتې ۱۳مه نېټه                                                   

 

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د ګونګیانو انجمن له غړو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه کتنه کې د ګونګیانو انجمن یو شمېر استازو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې اوله ګونګیانوسره یې د زده کړو په بهیر کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.    

د ګونکیانو انجمن غړو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي تعلیماتو او دیني زده کړو په برخه کې ورته سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي. دوی همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د استادانو دزیاتوالي او روزلو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.              

په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیرد ګونګیانو ستونزې واورېدې او دوی سره یې د استادانو د روزلو په برخه کې ژمنه وکړه. ښاغلي حلیمي په علمي برخه د ګونګیانو پیاوړي کول او روزل پانګه وبلله او دزده کړې لپاره یې د دوی د لاسنیوي او هر ډول ژمنې ډا ډ ورکړ.               

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS