د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه

د کابل ښار د ټولو ناحیو  اوسېدونکي چې د حج بیت الله شریف د فریضې د ادأ کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د ١٣٩٩ کال د نوم لیکنې او راتلونکو کلونو له پاره د خپلو اړونده ناحیو د سهم نوبت ته نوم لیکنه د چهارشنبې ورځې ٢٠\٩\١٣٩٨ نېټې څخه پیل او تر  ٥\١١\١٣٩٨ پورې زړو مکرویانو( د ملي بس څلور لارې) ته څېرمه  د مرکزي زون د حاجیانو ټولنځای (مجتمع حجاج) کې دوام لري.

 د خپلو اسنادو د تکمیلولو له پاره د لاندې ذکر شوو اسنادو سره تشریف راوړﺉ.

١۔ د اول قسط تحویلولو لپاره (٥٠٠) امریکایي ډالر.

٢۔ د اصلې تأید شوې تذکرې او دوه رنګه کاپي درلودل.

٣۔ د اته قطعو (٣×٤) اوسني انځورونو درلودل.

٤۔ د الیکترونیکي پاسپورت د لرلو په صورت کې د هغې کاپي.

په ولایتونو او د کابل ولسوالیو کې د حج متقاضیان د اړونده ریاستونو د خبرتیا په صورت کې کولای شي چې له پورته ذکر شوي اسنادنو سره په ټاکلي وخت خپلو ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن . . .

Back to announcements