دحجاجو د ورستنی کاروان راورسید.

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۱:۲۰
اخرین پرواز

  جمهوررئیس غني د راستنېدونکو حاجیانو له وروستي کاروان سره وکتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې، بیت الله شریف څخه د راستانه شویو حاجیانو له وروستي کاروان سره وکتل. د دغې کتنې په پیل کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب افغان حاجیانو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او وې ویل: د تېرو کلونو په پرتله د حج پروسه کې مثبت تغییرات راغلي دي. هغه زیاته کړه، سږ کال افغان حاجیان په ۲۵ ورځو کې بېرته هیواد ته رالېږدول شوي، ۳۸ ورځې یې د حج په مراسمو کې تېري کړي دي او د حج سږنۍ پروسه بریالۍ ازرول شوې ده. وروسته حاجي علي عطايي او حاجي امین الله ازره وال د نورو حاجیانو په استازیتوب خبرې وکړې او په هوايي ډګر کې یې د حاجیانو د هرکلي په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه او وې ویل، موږ د افغانستان د سوکالۍ، سولې او ثبات لپاره د قرآن عظیم الشان د ختمونو تر څنګ دعاوې هم وکړې. دوی د حج پروسې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او وې ویل، د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره باید ستراتېژیک پلانونه طرحه او تطبیق شي، ترڅو حاجیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې افغان حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې ستاسې هرکلی کوم. جمهوررئیس په هیواد کې د تحمیل شوي جنګ او څلوېښت کلن بحران د ختمېدو په خاطر د لوی خدای په دربار کې د افغان حاجیانو د طاعات، عبادت او دعاګانو د قبلېدو هیله وکړه. د هېواد جمهوررئیس وویل، د حج پروسه کې لازیاتې ادارې او مدیریت ته اړتیا ده او دولت په دغه برخه کې هراړخیز پلان لري. د حج د پروسې بریا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نه، بلکې دټولو دولتي ادارو دنده او مسئولیت دی. هغه زیاته کړه: د حاجیانو لپاره د لازیاتو اسانتیاو په خاطر د دوی کمپونه، د استوګنې ځایونه او لېږد پروسه اصلاح کیږي او آریانا افغان هوایي شرکت به په پښو ودرول شي. -

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS