حاجیانو ته د (۱۴۴۴هـ ق مطابق 1402 هـ ش) کال د حج مصارفو څخه د اضافه شویو پیسو د بیرته ورکولو لړۍ د پیل غونډه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۷:۱۴
پول بازگشتی

۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۵ هـ ق (۲۱ سنبله ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوي غونډې په ترڅ کې د حاجیانو له لګښتونو څخه د پاتې پیسو د ورکړې بهیر نن په رسمي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په ګډون یو شمېر حاجیانو هم شتون کې پیل شو.

 

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د خپلې وینا په پیل کې وویل:

اګرچه سږکال مونږ ډیر کوشش وکړ چې د حج مصارف راکم کړو چې د تیرکال په نسبت بیا هم کم دي چې تیرکال د فی حاجي نه څلور زره او یوسل او دیرش ډالر وصول شوي ؤ او سږکال  درې زره او نهه سوه او څلورویشت ډالر او څلویښت سینټه – او د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو په نسبت هم ډیر کم دي.

نوموړي زیاته کړه: چې د في نفر حاجي، درې زره، اته سوه او شپاړلس ډالر او اووه دیرش سینټه (۳۸۱۶،۳۷) کیږي مصرف شوي دې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا له دقیقې محاسبې وروسته د في نفر حاجي لپاره یو سل  او اته ډالر او اعشاریه صفر څلور سینټه (۱۰۸،۰۴) بیرته ورکول کیږي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، داچې د اعشاریه صفر څلور سینټونو ورکړه په ډالرو یوڅه ستونزمنه ده، لهذا ددې معادل به څلور افغانۍ  ورته اداء کیږي، خلاصه داچې د هر حاجي لپاره یو سل او اته ډالر او څلور افغانۍ بیرته ورکول کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: لیکن د څه وجوهاتو له امله دغه مصارف یوڅه زیات شول:

۱ـ تیر کال په مکه مکرمه کې د یو چپرکټ بیه (۱۲۰۰) سعودي ریال وه چې سږکال دغه بیه (۲۴۰۰) ریالو ته ختلې وه ، چې د تیر کال په نسبت دو برابره شوي ده.

۲ـ د مخکنیو کلونو برخلاف سږکال په لومړي ځل په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سکن سربیره د درې وخته ډوډۍ(تغذیې) پروګرام هم شوی ؤ.

۳ـ تیرکال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د هوايي انتقال کرایه د في نفر حاجي ټکټ یو زر او پنځوس ډالر (۱۰۵۰) ؤ او سږکال یو زر ، یو سل او آتیا ډالرو (۱۱۸۰)  ته پورته شوې وه چې په  هر ټکټ کې یو سل او دیرش ډالر (۱۳۰) اضافه شوي دي.

۴ـ سږکال د سعودي حکومت لخوا د في حاجي په سر نهه پنځوس اعشاریه آته سعودي ریاله (۵۹،۸)         د (خدمة الأجور الالکترونیة) په نامه نوی مصرف هم اضافه شوی ؤ.

غونډه د یاد وزارت اړوند د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیزالرحمن منصور د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

د مراسمو په پای کې په کابل ولایت کې پر یو شمېر حاجیانو د حج د لګښتونو د پاتې پیسو د وېش لړۍ رسماً پیل شوه او ټاکل شوې چې دا برنامه سبا چهارشنبه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې ۲۸ مه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سنبلې میاشتنې د ۲۲ مې څخه په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزير د تركيې په استانبول ښار كې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه كې وينا وکړه.

دوشنبه ۵ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د نړۍ د علماوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې له پرانیستې ورسته د دترکیې هېواد له ولسمشر سره وکتل .

یکشنبه ۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۳ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب  د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکیې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د گډون په موخه ترکیې هېواد ته ولاړ

جمعه ٢ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (٢١ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب او ورسره مل پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

BACK TO NEWS