د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د دوست هېواد ترکمنستان له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۴:۵۶
ترکمنستان

کابل۔ افغانستان؛

شنبه ١٧ د لړم ١٣٩٩

په دغه کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د ترکمنستان د دولت او خلکو ترمنځ له ښو اړیکو او دوستانه همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ورپسې په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي اویزوف خواجه سفر گیدویچ د فرهنګي او ژبني مسایلو او مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او د هغه هېواد په استازیتوب یې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام د افغانستان د خلکو د ورورولۍ او حُسن نیت څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني همکاریو په بهبود او پراختیا ټینګار وکړ. همدارنګه هغه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته بلنه ورکړه، چې د مذهبي او کلتوري اړیکو د لاغښتلتيا په خاطر په مناسب وخت کې له ترکمنستان څخه لیدنه وکړي.

په پای کې د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه نښان هغه ته د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

غونډه د دواړو هیوادونو تر منځ د علمي اړیکو د زیاتېدو په هیله پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS