د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې د یو محراب جامع جومات د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۹:۵۹
مسجد بگرامی

۱۳ جمادي الثانیة ۱۴۴۵ هـ ق (۵ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د کوز قلعه حسن خان د دولت زیو کلي کې د یو محراب جامع جومات د جوړيدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د بنسټ ډبرۍ ایښودلو په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور سر محقق مولوي نور محمد ثاقب، د چارو ادارې د پالیسي او نظارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني، مرکزي ریاستو رئیسانو، د رودات میهن ساختماني شرکت مسئولینو، د دولت زیو د قوم مشرانو، علماء کرامو او ځاي وګړو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد وزارت د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني د دې جومات د جوړيدو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته  دارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم وزیر شیخ الحدیث دکتو. سرمحقق مولوي نورمحمد ثاقب د جوماتونو فضیلت، مقام او همدارنګه په ټولنه کې د جوماتونو د جوړولو او آبادولو فضیلت یې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او د رسول الله ﷺ د احادیثو په رڼا کې ګډونوالو ته بیان کړل.

نوموړي زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅه کوي، چې د شته بودیجې په نظر کې نیولو سره د پراختیايي پلانونو په ځانګړي ډول د جوماتونو د جوړولو او ترمیم په برخه کې د هېواد په محرومو او لیرې پرتو کلیو کې جوماتونه جوړ کړي.

همدا شان د غونډې په لړ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني د جوماتونو د ساتنې په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې مولوي عبدالولي حقاني خبرې وکړې، نوموړي عبادت، ښوونه او روزنه، سوله، امنيت او د اسلامي ټولنې په اصلاح کې د جوماتونو رول خورا مهم وباله.

په همدې موخه د رودات ساختماني شرکت مسئول او یو تن قومي مشر حاجي غمي هم خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د ياد شوي جامع جومات د بنسټ ډبره د ارشاد، حج او اوقافو وزير له خوا کېښودل شوه.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات به د (۴۲۰۲۴۹۳۱) دوه څلوېښت میلیونه، څلور وېشت زره، نهه سوه او یو دېرش افغانيو په لګښت درې پوړونو کې جوړېږي چې د ضرورت ټولې اسانتياوې به ولري لکه د اودس ځایونه، تشنابونه او د امام لپاره کور او په يو وخت کې به د (۲۲۱۵) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

د مرکز او شمال زونونو حاجیان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

شنبه ۱۰ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن له غرمې وروسته د مرکزي زون ( د کابل ناحیو او لغمان ولایت ) او د شمال زون ( کندز، سرپل او تخار ولایتونو) حاجیان له مدینې منورې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۲۲:۴۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې له مشر سره وکتل

سه شنبه ۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي کنفرانس له پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۵۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له مشر سره وکتل

سه شنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي. . .

BACK TO NEWS