د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له مشر سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۵۷
سفر ترکیه

سه شنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي رئیس پروفیسور دکتورعلي ارباش سره وکتل.

په دې کتنه کې د ترکیې د دیني چارو ادارې مشر دکتور ارباش د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر څخه د دعوت منلو او ترکیې ته د راتللو په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه: چې داسې غونډې د مختلفو هېوادونو  په گډون سره اهمیت پیدا کوي ترڅو د اسلامي نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه علماء کرام د بحثونو ترڅنگ د شته ننگونو او مشکلاتو د حل په لارو چارو غور وکړي.

په کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له ښاغلي ارباش څخه د داسې لویو مهمو غونډو د جوړېدو له کبله خپله خوښې څرکنده کړه او په بریالتوب سره یې د دغه کنفرانس د پای ته رسیدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه : چې داسې مشورتي کنفرانسونه او غونډې د اسلامي هېوادونو ترمنځ ډېرې اړینې او مهمې دي.

په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنگ دواړو لوریو  په مشترکو همکاریو، د دیني او علمي اړیکو په ټینګولو او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادله کولو سره هيله څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپلې همکاروي لا زیاتې او پراخې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS