د ارشاد، حج او اوقافو وزیر بلخ ولایت ته د یوه هیئت په مشرۍ د خپل سفر په ترڅ کې د دیني خدمتونو او ملي پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۳:۲۶
مزار

جمعه ۲۸/جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۸/قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب بلخ ولایت ته د یوه هیئت په مشرۍ د دیني خدمتونو او ملي پراختیايي پروژو له بېلابیلو برخو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د خپل سفر په جریان کې د مزار شریف د روضې مبارکې بیلابیلې برخې وارزولې،نوموړي د هغه لوی مسجد څخه هم لیدنه وکړه چې څه موده مخکې د وزارت له اوقافي بودیجې څخه د اووه ملیونه، نهه سوه او اویا زره او څلور سوه (۷۹۷۰۴۰۰) افغانیو په لګښت په (۴۳۲۰) متره مربع اعلی ترکي جای نماز سره فرش شوی ؤ، همدارنګه محترم وزیر صاحب د روضې مبارکې له هغو ساحو څخه هم لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د هغو د معیاري ترمیم او بیا رغونې په هکله یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ددې ترڅنګ محترم وزیر صاحب د روضې مبارکې له اړوند کتابتون، تاریخي موزیم او د موزیم د تاریخي آثارو د رغولو له لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه. همدارنګه محترم وزیر صاحب د قوشتیپې له سربند څخه لیدنه وکړه او دغه پروژه یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د خوراکي توکو د تأمین په برخه کې حیاتي او ضروري وبلله، چې په بشپړېدو سره به یې د غله جاتو په برخه کې هېوادوال خودکفا شي. همدا راز محترم وزیر صاحب د هغو سلګونو طالب شهیدانو له زیارتونو څخه هم لیدنه وکړه چې د اسلامي امارت ‏د اول دَور حکمیت پر مهال د اسلامي نظام د رامنځته کېدو په لاره کې په ډېر مظلومیت سره په دسته جَمعي توګه شهیدان شوي وو، د هغوی سپيڅلو ارواحو ته یې دعاء وکړه او د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره یې د هغوی قربانۍ نه هیرېدونکې وبللې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS