د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت له مسؤولینو سره وکتل.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۱:۴۲
امرباالمعروف

۷ ربیع الثاني  ۱۴۴۵هـ ق (۳۰ د  میزان ۱۴۰۲هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي په شتون کې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي او ښاري مسئول مولوي معلم جان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي حقاني راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونه له یو بل سره ډېرې نیږې اړیکې لري، چې تل باید له یو بل سره همغږي اووسئ.

ورپسې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي خبري وکړي اوپه خپلو خبرو کې له ښاغلي حقاني څخه غوښتنه وکړه چې زموږ دوزارت محتسبینو سره د جوماتونو امامان او خطیبان باید په ارشادي برخه کې همکاري وکړي، چې د منبر له لارې ملت ته ارشادي موضوعات بیان کړو

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS