د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج بعثې د اعضاؤ لپاره ښوونیز او روزنیز سیمینار پیل شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۵:۲۵
سمینار بعثه

۲۵ شوال المکرم ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۳ ثور ۱۴۰۴ هـ ش

دافغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب په لارښوونه او ترڅارنې لاندې په پلازمېنه کابل کې د حج بعثې  د غړو لپاره درې ورځنۍ ښوونیز او روزنیز سیمینار پیل شو، د دې سیمینار موخه دا ده چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې مسؤلین او غړي د خپلو دندو د لا ښه ترسره کولو، افغان حاجیانو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین چمتووالی او مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

د سیمینار د پیل په ورځ  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د انسجام مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، شیخ الحدیث مولوي مولاجان، د مرکز او ولایتونو یو شمېر رئیسانو، د سیمینار استاذانو او همداراز د افغانستان د حج بعثې ټولو درې سوه تنو (۳۰۰) اعضاوو ګډون کړی و.

سیمینار د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د انسجام مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور پرانېستونکې وینا وکړه.

 نوموړي د بعثې غړو ته د سیمینار اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل او د دغه ستر مسؤلیت پر ارزښت یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه  د شکر ځای دی چې مونږ ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د حجاجو کرامو د خدمت کولو شرف په نصیب شوی دی، دا یو ستر مسؤلیت دی او مونږ باید دا دنده په  ډیر اخلاص،صداقت او  وفادارۍ سره ترسره کړو ترڅو خپلو حاجیانو ته غوره او معیاري خدمتونه وړاندې کړو.

په دغه سیمینار کې شیخ الحدیث مولوي مولاجان صاحب د نیت د خالصوالي په اړه مؤثرې خبرې وکړې نوموړي وویل: خالص نیت د هر عبادت بنسټیز اصل او د الهي رضا د تر لاسه کولو لومړنی زینه ده، اعمال د نیتونو پر بنسټ ارزول کېږي او که نیت د الله جل جلاله د رضا لپاره وي، نو نه یوازې دا چې عمل د ثواب وړ ګرځي بلکې د انسان په روحانیت، تقویٰ، او اخلاص کې هم ژور بدلون راولي او  د نیت صفاوالی د عبادتونو مقبولیت تضمینوي.

 همدارنګه له غرمې وروسته د سیمینار په دویمه نیمايي کې د حج د بېلابېلو کاري کمیټو عملي پیژندنه پیل شوه، په دې لړ کې د ټرانسپورټ، تغذیې، روغتیا، هوايي ډګرونو، تسکین او ترحیل کمیټو دندې اړونده مسؤولینو او د حج بعثې غړو ته  وروپېژندل شوي او په هره برخه کې  په بشپړ ډول توضیحات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیمینار کې د حج بعثې غړو ته د خپلو مسؤلیتونو پیژندنه، د نورو کاري کمیټو سره همغږي او د حاجیانو خدمت په صادقانه توګه ترسره کول ښودل کېږي تر څو هغوی وکولای شي د حج په جریان کې خپل مسؤلیتونه په غوره توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS