د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال په تهران کې د اسلامي وحدت په اووه دیرشم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۸
سفر معین به تهران

۱۷ ربیع الأول  ۱۴۴۵هـ ق (۱۰ د  میزان ۱۴۰۲هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف  د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه او د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب په تهران کې د اسلامي وحدت په( ۳۷م) نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ښاغلي عارف الله عارف په مشرۍ یاد پلاوي یکشنبه  د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ  د ( ۱۴۴۵) هجري قمري کال د ربیع الأول په شپاړسمه چې د (۱۴۰۲) هجري شمسي کال د میزان له نهمې سره برابره ده د  (ګډو ارزښتونو د لاسته راوړلو لپاره اسلامي همکاري) تر عنوان لاندې جوړ شوې کنفرانس کې برخه واخیسته.

نوموړي کنفرانس د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور ریئس ابراهیم رئیسي لخوا د افغانستان او نړۍ د علماوو په شتون کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالاره کې  پرانیستل شو.

د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې د امارت پلاوی په یاد کنفرانس کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي وحدت نړیوال کنفرانس په ایران کې هر کال د یوې اوونۍ لپاره ترسره کیږي، چې د اسلامي هېوادونو د دیني چارو وزیران، جید علماء کرام او د اسلامي نړۍ مطرحې څیرې په کې ګډو کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS