د ارشاد، حج او اوقافو وزات له لوري د حاجیانو معلمینو لپاره په کندهار ولایت کې په لار اچول شوې روزنیز سیمینار دوام لري

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۳۲
سمینار معلمین

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حاجیانو د معلمینو لپاره پیل شوی سیمینار چې د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم پر بنسټ په کندهار ولایت کې پیل شوی، لا هم په پوره نظم، لوړ مسلکي معیاراو علمي فضاء کې جریان لري.

په یاد سیمینار کې ګډونوالو معلمینو ته د حج مناسکو، د حاجیانو د سمې ر هبرۍ، اداري همغږۍ، او د حج د مختلفو پړاوونو اړوند مهم او تخصصي درسونه وړاندې کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب لا هم په کندهار ولایت کې تشریف لري او د یاد سیمینار له نږدې څارنه او نظارت کوي.

نوموړی په ورځني ډول د سیمینار بهیر ارزوي، او هغه لازمې او ضروروي سپارښتنې چې د حج په پروسه کې د معلیمنو لپاره ضروروي دی د هغوی په عملي کولو او زده کولو ټینګار کوي او د دې پروسې د ښه نظم او مدیریت په خاطر د شیوخو کرامو، مسلکي استاذانو  وړاندیزونه اوري.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل، چې  په یاد سیمینار کې د هېواد په کچه د لویو شیوخو کرامو، جیدو علماوو، او مسلکي استاذانو لخوا  په مختلفو برخو کې د حاجیانو معلمینو ته د حج په ارشادي ،مسلکي او نور اړوندو برخو کې مهم او ارزښتناک معلومات وړاندې کیږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، حج نه یوازې یو فریضه ده، بلکې یو تاریخي، توحیدي او ټولنیز پیغام هم لري دا د حضرت ابراهیم علیه‌السلام د خلوص، اطاعت او قربانۍ تسلسل دی چې تر قیامته پورې به ژوندی وي.

ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې وویل، حج د صبر، زغم، ایثار او فداکارۍ عبادت دی، حاجي باید د دې مبارک سفر پر مهال نه یوازې فزیکي کړاونه وزغمي، بلکې خپل نفس، خواهشات او نفساني غوښتنې هم کنټرول کړي، دا هغه وخت دی چې انسان د الله جل جلاله د قرب حاصلولو لپاره خپل ټول مادي او شخصي غوښتنې تر شا پرېږدي.

نوموړي له معلمینو وغوښتل چې حاجیان د دې روحیې پر درک پوه کړي، څو هغوی وکولای شي د حج له حقیقي روح او پیغام څخه بشپړه ګټه واخلي.

د یادونې وړه چې په یاد سیمینار  کې  (۶۵۲)  معلمین ګډون لری او  دوی  دا روزنیز سیمینار ډېر ګټور او بې‌ساری بولي، او وایي دا روزنه به هغوی ته دا زمینه برابره کړي چې د حاجیانو لپاره یو همغږی، منظم او اغېزناک خدمت ترسره کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز کابل او ټولو ولایاتو کې د روان کال د حج اداء کولو لپاره د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

چهارشنبه، ۹/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۸/دلو/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو متقاضیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ پيل شوه

سه شنبه، ۱/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳۰/جدي/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې. . .

BACK TO NEWS