ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج بهیر د څارنې او ارزونې او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره حرمینو شریفینو ته ولاړ

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۰:۳۷
وزیر

۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۲۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب تیره شپه د روان کال د حج له بهیر څخه د څارنې او ارزونې په موخه او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو په هغه ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړیږي ګډون لپاره یاد هیواد ته ولاړل شو.

د نوموړي الوتکه د جدې په هوايي ډګر کې د ښکته کېدو وروسته، د سعودي عربستان د مسؤولینو او د مکې مکرمې د حج بعثې د غړو لخوا يې تود هرکلى وشو.

محترم شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د یوې لنډې دمی په ترڅ کې زمونږ له خبریال سره په مرکه کې وویل: د دوی د سفر هدف د مدینې منورې او مکې مکرمې د حج بعثو د کاري کمېټو د ورځې او شپې د فعالیتونو څخه څارنه او نظارت ده او زموږ د ګران هېواد حاجیانو ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

ښاغلي ثاقب په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: لکه څنګه چې د حج ورځې په رارسېدو دي او زموږ د اسلامي هېواد اکثريت حاجيان په منظم او هر اړخيز برنامو ترڅنګ په پروازي زونونو کې تر ډیره کچه بشپړ شوي دي او د الوتنو د دقیق مهال ویش سره سم حرمینو شریفینو ته داخل شوي دي. نو اړينه ده چې په خپلو کاري څانګو کې د ټولو مسؤولینو په ګډون سره د یوه منظم پلان له مخې افغان حاجیانو ته خدمت وکړو.

ښاغلي ثاقب په داسې حال کې مکې مکرمې ته ورسېد چې د حج بعثې د مسؤولینو لخوا یې ملتیا کېده.

د مکې معظمې د حج بعثې د مسؤولینو په وینا، محترم ثاقب صاحب به د سعودي عربستان د رسمي بلنې له مخې د سه شنبې په ورځ د ذوالحجې په ۲ مه نېټه د حج او اوقافو وزیرانو او د اسلامي نړۍ د مشهورو شخصیتونو په هغه ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د جدې ښار کې جوړېږي، ګډون وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS