د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د تلبغیانو په کلنۍ اجتماع کې ګډون وکړ.

bakhshi_admin
Mon, Sep 07 2020 2:55 PM
تبلیغی ها

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د کابل ښار په یوویشتمه ناحیه د ملا تره خېل په مدرسه کې د تبلیغیانو له لوري په جوړه شوې کلنۍ اجتماع کې د ارشاد، حج اواوقافو وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په استازیتوب ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې چې شاوخوا ٢٥زره تنه دیني عالمانو، تبلیغیانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و، د ارشاد، حج او اوقافو وزیراصالتاً له خپله اړخه او وکالتاً د ولسمشر جلالت مآب محمد اشرف غني لخوا دوی ته هر کلی وویل او په هېواد کې د اسلامي هویت، اعتدال او د اسلامي دعوت په لارو چارو وینا وکړه.
د غونډې په پای کې ښاغلي حلیمي علماوو ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازیتوب د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
دغه راز ګډونوالو د مازدیګر لمونځ د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په امامت ادأ کړ

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS