د ۱۴۴۴ هـ ق کال حجاج کرامو د معلمینو آزموینې لپاره د داوطلبانو نوم لیکنه پیل شوه.

bakhshi_admin
Sun, Mar 19 2023 9:26 AM
امتحان معلمین

۲۵ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق (۲۷ حوت ۱۴۰۱ هـ ش)

نن د روان هجري قمري کال د حج پروسې په تړاو د هېواد په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې د حاجیانو معلمینو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شو.

‏د حجاج کرامو معلمینو لپاره په آزموينه کې د ګډون په موخه نن په مرکز او ۳۴ ولايتونو کې په سلګونو تنو په شرایطو برابر شيوخو او علماء کرامو نوم ليکنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري د سږني کال د حج په پروسه کې د اسانتیاوو او روڼتیا په موخه د یوې ازادی سیالۍ له لارې او د معینو شرایطو په پام کې نیولو سره د حاجیانو معلمین جذبوي.

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حجاج کرامو د معلمینو آزموینې لپاره د نوم لیکنې لړۍ نن د کابل ښار د نواحیو په مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د لسګونو تنو شیوخو او علماء کرامو په شتون کې پیل شوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوی عبد الولی حقانی د نوم لیکنې پړاو د پیل په مناسبت وویل، دا بهیر به د شعبان المعظم له ۲۵مې نیټې څخه د روژې تر پنځمې نیټې پورې دوام ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې له نوم لیکني وروسته به د آزموینې بهیر په مرکز او  ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو په ریاستونو کې ترسره شي او هغه علماء کرام چې دیني علومو (لویې دورې) څخه د فراغت معتبر سند ولري، سیرت او صورت یې په شریعت برابر وي او د حجاجو د خدمت کولو توانايي ولري د آزمونیې وروسته به د حجاجو کرامو د معلم په حیث په دندو وګمارل شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS