د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اندونیزیا هېواد د محمدیه سازمان علماوو له رییس سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Dec 24 2020 9:40 AM
ملاقات با هیات اندونیزیا

چهار شنبه ٣مرغومي ١٣٩٩

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د اندونیزیا هېواد د محمدیه سازمان علماوو رییس ښاغلي دوکتور یوسف کلا او ورسره مېلمه پلاوي ته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ښه راغلاست وویل او د غونډې د اجنډا په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

ورپسې د محمدیه سازمان د علماوو رییس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال دوکتور یوسف کلا د چارواکو د تود هرکلي او مېلمه پالنې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د اندونیزیا دولت چمتو دی، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د دیني او مذهبي خبرو د پیل منځګړیتوب وکړي.

نوموړي وویل: اندونیزیا د افغانستان د امنیت، سوکالۍ، پرمختګ، بیارغونې، پراختیا او د سولې پروسې ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي هغه زیاته کړه: وروسته له دې چې څه موده وړاندې په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه د عالمانو درې اړخیز کنفرانس ترسره شو، دې هېواد پریکړه وکړه، چې یو سیمه اییز کنفرانس هم په جاکارتا ښار کې په لاره واچوي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم شامل وي.

هغه د نورو موضوعاتو ترڅنګ اندونیزیا ته د ښځینه عالمانو په ګډون د افغان عالمانو د لېږلو او په انډونیزیا کې د دوی د روزنې او تجربو د تبادلې، افغانستان ته د اندونیزیا د حج پروسې څخه د تجربو د لېږد، د هغه هیواد په پوهنتونونو او مدرسو کې د عالمانو لپاره د بورسونو د چمتو کولو او نورو مسلو په اړه هم بحث وکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS