د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین سره وکتل

bakhshi_admin
Fri, May 12 2023 9:28 AM
ملاقات با معین مهاجرین

۲۱ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۲۱ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله عارف او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو په ګډون د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ددې وزارت مرستیال ښاغلي عارف د ګډوالو چارو معین نوموړي راشد ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: الحمدلله سږ کال دویم کال دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج بهیر په شفافه او عادلانه توګه تنظیم او اداره کوي. ورپسې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد د ګډوالو حاجیانو د انتقال، د دوی لپاره د ویزو، سفر، قرعه کشی او نورو اسانتیاوو په تړاو خبرې وکړې.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS