د جوماتونو د ارشاد او انسجام ریاست د ښوونیز ورکشاپ پای

bakhshi_admin
Sat, Aug 20 2022 2:46 PM
ختم ورکشاپ

شنبه د ۱۴۴۴.ه.ق. د محرم الحرام میاشتې ۲۲ مه (د زمري ۲۹)

نن د جوماتونو د ارشاد او انسجام ریاست له لوري ددغه ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی ورکشاپ د لازمو مهارتونو د تدریس څخه وروسته پای ته ورسېده.

د پروګرام په پای کې د جوماتونو د چارو د انسجام رئیس مفتي عبدالحمید شهید د خپلې علمي وینا په ترڅ کې په دغه ورکشاپ کې د کارکوونکو له فعال ګډون څخه مننه وکړه، دغه پروګرام یې ګټور وباله او د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې پر اورېدونکو غږ وکړ چې په خپلو کړنو کې اخلاص، د لوړ پوړو چارواکو اطاعت وکړي، وخت او د وخت مدیریت په پام کې ونیسي، نورو ته زیان ونه رسوي، او ښه چلند وکړي او یاد پروګرام خلکو ته د هوساینې په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ د اوسني اړتیا سره سم د ظرفیتونو د لوړولو او د نظر د مدیریت د نویو میتودونو د تدریس، د څانګو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په پار د یوې اونۍ لپاره جوړ شوی و ترڅو ددغه ریاست کارکوونکي د جوماتونو د انسجام په برخه کې خلکو او علماوو ته لا ځواب ویونکي ووسي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS