دقرآن کریم د نزول اونۍ د لسیزې نمانځنه او په قرآني علومو کې د مخکښو خوېندو د فعالیتونو قدردانی

bakhshi_admin
Fri, May 07 2021 3:33 AM
دهه نزول خواهران

 پنجشنبه ۱۶ غويي ۱۴۰۰ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت د قرآن کریم د نزول اونۍ د لسیزې د نمانځنې او په قرآني علومو کې د مخکښو خوېندو د فعالیتونو قدردانی وشو. په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د ولسمشر ستر سلاکار مولوي سردار ځدراڼ، د ښځو چارو وزیرې حسینه صافۍ، د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړو او ګڼ شمېر ښځینه عالمانو ګډون کړی و. په پیل کې ناستې ته په دیني چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار مولوي سردار ځدراڼ د ولسمشر پیغام ولوست. ولسمشر پخپل پیغام کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبري مننه وکړه او د روژې په مبارکه میاشت کي یې د یاد وزارت مؤثر پروګرامونه وستایل او خوښي یې څرګنده کړه، چې هیواد کې یې زرګونه نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو د ارشادي چارو رئیسې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د وزارت له رهبري مننه وکړه، چې د یاد ریاست په ایجاد سره یې افغان مېرمنو ته د خدمت نوی ادرس ایجاد کړ. ورپسې د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې افغان مېرمنې په دومره لویه کچه د قدر له شپې څخه تجلیل کوي. نوموړي وویل: د ښځو د ارشادي چارو د ریاست اړتیا ته په کتو باید دا ریاست شل کاله مخکې ایجاد شوی و، څو د هیواد ټولو مېرمنو له یو دیني او باوري ادرس څخه په بیلابیلو برخو کې خپل غږ اوچت کړی و. نوموړي د ښځو چارو له وزیرې غوښتنه وکړه، چې د وزارت په چارو کې دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو ارشادي چارو له ریاست سره خپل کارونه همغږي کړي. محمد قاسم حلیمي په خپلو خبرو کې ښځو ته ډاډ ورکړ چې هیڅکله به له منبر او دیني مرکزونو څخه د ښځو د مشروع، دیني او بشري حقونو خلاف غږ پورته نشي. هغه وویل: د هیواد عالمان د دین او اساسي قانون په چوکاټ کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ کوي. په دغه غونډه کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې آغلې حسینه صافۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري کړنې وستایلې او زیاته یې کړه: مونږ به په ټول توان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د خوېندو له پروګرامونو ملاتړ کوو. دغه راز د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي وویل: ښځې باید په سیمه ایزه، ملي او نړیواله کچه تجارت او زده کړو ته وهڅول شي او د حج او اوقافو وزارت کولی شي چې په دا ډول غونډو سره د دیني اصولو په چوکاټ کې یو مثبت او رغنده بدلون رامنځته کړي. د غونډې په بله برخه کې په دیني زده کړو بوختو زده کونکو بیلابیلې ترانې ولوستې او د ویډیو کلیپ له لارې مېرمن کیمیا قادري زاده، لیما حیدري، زمرد افغان او حلیمه سروري هغه مېرمنې وې چې قرآن کریم يې په قلمي ډول په ښکلي صحافت لیکلی و خپل پیغام واوراو. په پای کې یادو څلورو تنو مېرمنو او ښځینه حافظانو ته د تشویق او ستایني مډالونه او نغدي جایزې هم ورکړل شوې. 

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jul 02 2026 10:38 AM
Background image

With the Arrival of the Final Flight of Afghan Pilgrims from the Kingdom of Saudi Arabia, This Year's Hajj Operation Successfully Concluded

Wednesday, 15 Muharram 1448 AH
Corresponding to: 10 Saratan 1405

The return process of Afghan pilgrims who performed Hajj in 1447 AH (1405 SH) from the Kingdom of Saudi Arabia, which. . .

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS